ads

سهي: مرستندويه ډلو پكتيا كې رغنيزې چارې په ټپه درولي

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، په دې ولايت كې د بيارغونې اکثريت چارې د مرستندویه ډلو د ناغېړۍ له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخېږي. دوی وايي، مرستندويه ډلې ډېر کله له ولسي خلکو سره د يوې رغنيزې پروژې ژمنه وکړي خو وروسته بيا د كار په برخه كې ناغېړي كوي. د پکتيا مرستيال […]

نویسنده: TKG
3 وری 1395
سهي: مرستندويه ډلو پكتيا كې رغنيزې چارې په ټپه درولي

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، په دې ولايت كې د بيارغونې اکثريت چارې د مرستندویه ډلو د ناغېړۍ له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخېږي.
دوی وايي، مرستندويه ډلې ډېر کله له ولسي خلکو سره د يوې رغنيزې پروژې ژمنه وکړي خو وروسته بيا د كار په برخه كې ناغېړي كوي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي همدا خبره کوي او وايي، په دې لويو پروژو کې د مچلغو بند د تړلو پروژه هم شامل ده، چې دا وخت کار نه پرې کېږي. د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، په دې ولايت كې د بيارغونې اکثريت چارې د مرستندویه ډلو د ناغېړۍ له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخېږي.
دوی وايي، مرستندويه ډلې ډېر کله له ولسي خلکو سره د يوې رغنيزې پروژې ژمنه وکړي خو وروسته بيا د كار په برخه كې ناغېړي كوي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي همدا خبره کوي او وايي، په دې لويو پروژو کې د مچلغو بند د تړلو پروژه هم شامل ده، چې دا وخت کار نه پرې کېږي.
هغه وايي، د دې بند لپاره څه د پاسه دېرش ۳۰ مليونه امريکايي ډالر د اسيايي بانک له لوري ځانګړي شوي وو: (( موږ سره چې موسسات كوم تعهدات كوي په دې تعهداتو بيا وروسته نه درېږي، دوى مثلا موږ ته وايو چې راتلونكى كال تاسې ته كار كوو، خو بيا چې وخت راورسېږي نو بودجه بهانه كوي، ښه مثال يې د مچلغو بند پروژه ده چې كار يې په ټپه درېدلى دى.))
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي دا هم وايي چې په دې ولايت کې اکثريت رغنيزې چارې د ځايي سياستوالو او زورواکو له لوري هم له خنډ او ځنډ سره مخامخېږي.
دی ادعا لري چې اكثره زورواکان د پكتيا په رغنيزو پروژو کې خپل سهم اخلي: (( په ډېرو واضحو ټكو بايد ووايم چې يو شمېر سياست كې شامل كسان د خپلو شخصي ګټو او غوښتنو لپاره پروژې له خنډ سره مخ كوي.))
د پکتيا مرستيال والي د رغنيزو پروژو د خنډ، ځنډ او نيمګړې پاتې کېدو خبره داسې مهال کوي، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په دې ولايت کې هيڅ داسې ټولګټې رغنيزه پروژه نه ده عملي شوې چې ولسي خلک دې پرې رضايت وښيي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA