ads

د هېواد په سړو سيمو کې نوى ښوونيز کال پيل شو

نن د هېواد په سړو سيمو کې نوى ښوونيز کال د جمهور رئيس اشرف غني له خوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پيل شو.جمهور رئيس محمد اشرف غني په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د خبرو په مهال وويل، چې لا هم د ښوونکو ژوند نه دى ښه شوى.د نوموړي په وينا، […]

نویسنده: TKG
3 وری 1395
د هېواد په سړو سيمو کې نوى ښوونيز کال پيل شو

نن د هېواد په سړو سيمو کې نوى ښوونيز کال د جمهور رئيس اشرف غني له خوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پيل شو.
جمهور رئيس محمد اشرف غني په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د خبرو په مهال وويل، چې لا هم د ښوونکو ژوند نه دى ښه شوى.
د نوموړي په وينا، له ښوونکو سره يې چې کومې ژمنې کړې وې، هغه يې ټولې نه دي عملي کړي او په دې ازموينه کې خپل ځان مشروط ګڼي.

جمهور رئيس غني زياته کړه، چې د پوهنې وزارت اوسنى جوړښت اوسنيو ستونزو ته ځواب ويونکى نه دى، په دې کې بايد بدلون راشي او د پوهنې د کيفيت لپاره کار وشي: (( له ما ګيله لرئ چې يو معلم مو رئيس جمهور كړ، مګر د معلمينو وضعيت په بنيادي ډول تغيير ونه كړ، زه ستاسې ګيله په سر سترګو منم، غواړو د معارف د كيفيت او كميت په اړه وغږېږو، زه تاسې سره په تېر كال كې نومرې نه لرم، سږ كال به نومرې راكړئ، د كميت له مخې مو زيات تغييرات راوستي خو د كيفيت له پلوه زموږ بنيادي مشكلات حل شوي نه دي.))
دا په داسې حال کې ده، چې پوهنې وزير وايي، دوى به سږ کال يو ميليون، يو سلو اووه زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA