د هلمند والي میرزا خان رحیمي وايي د لښکرګاه پخوانی ښاروال محمدفاضل ساپی او د پوهنې رياست ځينې نورمامورين چې په فساد کې ښکيل وو څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
نوموړي وويل، د فساد پر وړاندې يې جدي مبارزه پیل کړي ده او په دې برخه کې يې د هلمند له خلکو څخه هم غوښتنه وکړه چې په فساد کې د ښکيلو مامورينو په اړه له دوی سره معلومات شریک کړي د هلمند والي میرزا خان رحیمي وايي د لښکرګاه پخوانی ښاروال محمدفاضل ساپی او د پوهنې رياست ځينې نورمامورين چې په فساد کې ښکيل وو څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
نوموړي وويل، د فساد پر وړاندې يې جدي مبارزه پیل کړي ده او په دې برخه کې يې د هلمند له خلکو څخه هم غوښتنه وکړه چې په فساد کې د ښکيلو مامورينو په اړه له دوی سره معلومات شریک کړي: (( په دې اواخرو كې موږ بعضې اصلاحي كارونه شروع كړي، اداري ارګانونه مو په دې جمله كې څارنوالۍ ته معرفي كړي دي، چې له هغې جملې پخوانى ښاروال او د معارف يو شمېر چارواكي څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي، د دوى دوسيې بايد سپينې شي او وضاحت يې وشي، څارنوالي او محكمه باندې ډاډمن يوو چې د قانون په چوكاټ كې په ډېر صداقت خپل كارونه سرته رسوي.))
په ورته وخت کې د هلمند د استيناف څارنوالۍ رئيس څارنمل فضل سلطان هم تاييد كړې چې د لښکرګاه د پخواني ښاروال په اړه د ولايت د ادارې لخوا دوی ته مکتوب رسيدلی چې په كې د هلمند پخوانى ښاروال له دندې څخه په ناوړه ګټه اخيستنه تورن دى، خو د سلطان په وينا پخوانى ښاروال دا مهال په هلمند كې نشته او له راتلو سره سم به ترې د څارنوالۍ څېړنې پيل شي: (( په يو شمېر ادارو كې اوس هم فساد شته، ځينې نور ادارات هم موږ سره شته چې موږ سره موضوعات لري، يوازې ښاروالي نه ده په نورو ادارو كې هم فساد شته، زه به مې له هلمنديانو سره د كړيو ژمنو سره سم د ټولو مفسدينو په دوسيو كې قانونيت ته لومړيتوب وركوم.))
د یادوني وړه ده چې د هلمند د استيناف څارنوالۍ رئيس وړاندې دوه ځله د هلمند د خلکو لخوا د لويوغونډو پرمهال له دې امله وستايل شو چې د اداري فساد په وړاندې یې په دې ولایت کې ښې هلې ځلې کړې دي .


