د خوست د پوهنې چارواکي وايي، په دې ولايت كې سږ ۱۳۹۵ كال كې ۳۶ زره زده كوونكي ښوونځيو كې اخلي چې له ډلې يې ۱۰ زره نجونې دي.
د خوست د پوهنې ریس بخت نور بختیار د نوي تعلیمي کال د پرانیستې په مراسمو کې وویل د نوي تعلیمي کال لپاره یې یو لړ پلانونه ترتیب کړي چې له مخې به یې د خوست د پوهنې بهیر ښه شي.
نوموړی دغه راز وایي، که له یوې خوا په زیات شمیر زده کوونکي جذبوي بلخوا د اړونده وزارت له لوري دوی ته ځانګړې شوي بودیجه د تېر کال په پرتله سل میلیونه افغانۍ کمه شوې او دا هغه څه دي چې د پوهنې د پراختيا په برخه كې اندېښموونكي دي د خوست د پوهنې چارواکي وايي، په دې ولايت كې سږ ۱۳۹۵ كال كې ۳۶ زره زده كوونكي ښوونځيو كې اخلي چې له ډلې يې ۱۰ زره نجونې دي.
د خوست د پوهنې ریس بخت نور بختیار د نوي تعلیمي کال د پرانیستې په مراسمو کې وویل د نوي تعلیمي کال لپاره یې یو لړ پلانونه ترتیب کړي چې له مخې به یې د خوست د پوهنې بهیر ښه شي.
نوموړی دغه راز وایي، که له یوې خوا په زیات شمیر زده کوونکي جذبوي بلخوا د اړونده وزارت له لوري دوی ته ځانګړې شوي بودیجه د تېر کال په پرتله سل میلیونه افغانۍ کمه شوې او دا هغه څه دي چې د پوهنې د پراختيا په برخه كې اندېښموونكي دي: (( سږ كال په اولو ټولګيو كې ۳۶ زره نفر په لومړيو ټولګيو كې، ۲ زره نفر په نيمه لوړو تعليماتو، ۱۸ زره نفر د سواد اموزۍ په برخه كې جذبېږي، سږ كال موږ ته د تېر كال په پرتله ۱۰۰ ميليونه افغانۍ كمه بودجه راكول كېږي چې دا ټول د استادانو معاش دى.))
بلخوا د خوست والي حكم خان حبيبي پر کورنیو غږ وکړ څو خپل هغه ماشومان چې د ښوونځي د شمولیت عمر یې پوره وي په ښوونځيو کې داخل کړي.
نوموړی اړونده مسوولینو ته سپارښتنه کوي چې د پوهنې د کیفیت برخې ته پاملرنه وکړي او د کمیت ترڅنګ یې کیفي برخه هم غښتلې کړي: (( موږ د كميت له لحاظه ډېرې لاسته راوړنې لرو، ولې د كيفيت له لحاظه ستونزې لا هم پر ځاى پاتې دي، زما د معارف وزارت له رهبرۍ نه احترامانه هيله ده چې د كميت تر څنګ زموږ د معارف كيفيت ته لازمه توجه وكړي.))
بايد وويل شي که څه هم نوی تعلیمي کال پیل شو خو لا هم د خوست تر نیمایي زیات ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.


