د بلجيم چارواكو، د بروكسل په زوينټيم هوايي ډګر او ميټرو سټيشن كې كې تر درې پرله پسې چاودنو وروسته د ۱۷ كسانو د مړينې او لسګونو ټپيانو خبر وركړى دى.
لومړۍ دوه چاودنې په زيونټيم هوايي ډګر كې ډيپارچر هال ته څېرمه د امريكايي مساپرو په قطار وشوې او له هغې وروسته د ميټرو مال بيك تمځاى كې هم چاودنه وشوه.
امنيتي چارواكي د تلفاتو په اړه وايي، اعلان شوې شمېرې وروستۍ نه دي بلكې د مړو شمېر تر دې هم زياتېداى شي. د بلجيم چارواكو، د بروكسل په زوينټيم هوايي ډګر او ميټرو سټيشن كې كې تر درې پرله پسې چاودنو وروسته د ۱۷ كسانو د مړينې او لسګونو ټپيانو خبر وركړى دى.
لومړۍ دوه چاودنې په زيونټيم هوايي ډګر كې ډيپارچر هال ته څېرمه د امريكايي مساپرو په قطار وشوې او له هغې وروسته د ميټرو مال بيك تمځاى كې هم چاودنه وشوه.
امنيتي چارواكي د تلفاتو په اړه وايي، اعلان شوې شمېرې وروستۍ نه دي بلكې د مړو شمېر تر دې هم زياتېداى شي.
له درې واړو چاودنو وروسته په بلجيم كې ناڅاپي بيړنى حالت اعلان شوى او د هوايي پروازونو په شمول د ميټرو سفري اسانتياوې هم بندې شوې دي.
حكومت خپلو خلكو ته اعلان كړى چې كه په دفترونو كې ايسار وي، نو هملته دې ايسار شي كه په كورونو كې وي نو له كوره دې هېڅوك نه وځي.
د روسيې ملي ټلويزيون وايي، په هوايي ډګر كې د نورو بمونو راپورونه هم شته، خو تر دې دمه امنيتي ځواكونو يوازې درې ځانمرګي واسكټونه موندلي دي.
پوليسو په زيوينټيم هوايي ډګر كې لومړنۍ چاودنې په اړه هم وايي چې لومړنى بريد يو ځانمرګي وكړ.
د بريټانيا صدراعظم ډيويډ كامرون له دغو بريدونو وروسته په خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دغې چاودنې لړزولى دى او هېواد به يې د غم په دغو شيبو كې د بلجيم هر ډول لاسنيوى وكړي.
دا په داسې حال كې ده چې د بلجيم پوليسو تر نن څلور ورځې وړاندې په بروكسل كې د پاريس له بريدونو تښتېدلى طراح صالح عبدالسلام ونيو.
د پاريس د بريدونو پړه داعش پر غاړه اخستې وه او تر هغې وروسته په بلجيم كې هم د بريدونو وېره څرګنده شوې وه.


