د پکتیکا خلک او ځوانان د نوي کال لومړۍ ورځ یا (نو روز) د نیزه بازۍ، کرکټ، فوټبال او والیبال په لوبو او اتڼوڼو سره لمانځي. د پکتیکا د مرکز یو تن قومي مخور عبدالعزیز په دې اړه کلید ته وویل، چې د عمر ډېره برخه یې په جګړو کې تېره شوې او په تېرو څو لسیزو کې چا نوی کال نه دی لمانځلی.
د پکتیکا خلک او ځوانان د نوي کال لومړۍ ورځ یا (نو روز) د نیزه بازۍ، کرکټ، فوټبال او والیبال په لوبو او اتڼوڼو سره لمانځي.
د پکتیکا د مرکز یو تن قومي مخور عبدالعزیز په دې اړه کلید ته وویل، چې د عمر ډېره برخه یې په جګړو کې تېره شوې او په تېرو څو لسیزو کې چا نوی کال نه دی لمانځلی.
خو نوموړی وایي، چې اوس مهال د دې ولایت یو شمېر ځوانان او نور خلک د نوي کال لومړۍ ورځ په ډولونو، نیزه بازۍ، اتڼونو او یا هم د کرکټ او نورو لوبو په ترسره کولو لمانځي.
عبدالعزیز له نوي کال سره نوې هیلې لري، خو تر ټولو لویه هیله یې په هېواد کې د سرتاسري او تلپاتې سولې راتلل دي.
د پکتیکا یو تن ځوان قدوس خان هم د نوي کال په اړه کلید ته وویل، چې که څه هم په پکتیکا کې نوی کال د کابل، بلخ، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو په پرتله په ځانګړو مراسمو نه لمانځل کېږي، خو بیا هم د نوي کال له رارسېدو سره په یو شمېر ځایونو کې د لوبو ترڅنګ مېلې او اتڼونه هم کېږي.
د پکتیکا د مرکز ښرنې په ښار کې یو تن پولیس خان محمد د دې ورځې په اړه کلید ته وویل، چې دوی د خلکو د خوشالۍ لپاره په امنیتي برخه کې کلک تدابیر نیولي او د خپلو هېوادوالو په خدمت ویاړي.
نوموړی وایي، دوى به پرېنږدي، چې څوک يې د هېوادوالو خوښۍ ګډې وډې کړي.
نوی ۱۳۹۵ لمریز کال په داسې وخت کې پیلېږي، چې د هېواد په هر ګوټ کې افغانان سولې ته ډېر لېوال دي، سوله یې لوى ارمان دی او په همدې هیله نوی کال پیلوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


