ads

ننګرهار كې اتو داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په بټي كوټ ولسوالۍ كې پرون ناوخته د امنيتي ځواكونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته كې شپږو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار په بټي كوټ ولسوالۍ كې پرون ناوخته د امنيتي ځواكونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته كې شپږو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې […]

نویسنده: TKG
1 وری 1395
ننګرهار كې اتو داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په بټي كوټ ولسوالۍ كې پرون ناوخته د امنيتي ځواكونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته كې شپږو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار په بټي كوټ ولسوالۍ كې پرون ناوخته د امنيتي ځواكونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته كې شپږو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورم فارم په سیمه کې امنیتي ځواکونه په ګزمه بوخت وو، چې داعش وسله والو پرې برید وکړ.

مشرقیوال وایي، چې په دغه نیم ساعته نښته کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول زياته كړه، چې په دغه نښته کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

د یو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ پر مقام برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي .

یوې باوري سرچیني د نوم او غږ نه خپراوي په شرط کلید ته وویل، چې په دغه نښته کې یو طالب وسله وال وژل شوی او یو بل ټپی دی .

سرچینه وایي، په یاده سیمه کې د هاوان یوه مرمۍ پر یوه کور هم لږېدلې، چې له كبله يې د یوې کورنۍ شپږ غړي ټپیان شوي دي .

داعش ډلې او وسله والو طالبانو تراوسه د دغو نښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA