د ۱۳۹۵ لمريز کال د پيل جشن او د حضرت علي كرم الله وجهه د جنډې پورته كولو مراسم نن د بلخ ولايت په مركز مزار شريف ښار كې ترسره شول. په دې مراسمو كې د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور، د حكومت يو شمېر نورو لوړو پوړو چارواكو او زرګونو كورنيو او بهرنيو مېلمنو ګډون درلود.
د ۱۳۹۵ لمريز کال د پيل جشن او د حضرت علي كرم الله وجهه د جنډې پورته كولو مراسم نن د بلخ ولايت په مركز مزار شريف ښار كې ترسره شول.
په دې مراسمو كې د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور، د حكومت يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواكو او زرګونو كورنيو او بهرنيو مېلمنو ګډون درلود.
د دغه جشن په پيل كې د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور ټولو هېوادوالو ته د نوي كال مباركي وركړه او په تېر يوه كال كې يې په بلخ ولايت كې د خپلو كارونو په تړاو رپوټ وړاندې كړ.
نوموړي همدارنګه وويل، کوم معلومات چې دى يې لري، زيات شمېر وسله وال مخالفين د هېواد شمالي ولايتونو ته ورغلي او نور لا هم دغو ولايتونو ته پر لاره دي.
د هغه په وينا، لازمه ده، چې هېوادوال له دغسې وضعيت سره د مقابلې لپاره چمتو واوسي.
د بلخ سرپرست والي په خپله وينا کې د سولې پر مسئلې هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې ملت ته دې د سولې په سر د پردې تر شا معاملو په اړه معلومات ورکړل شي.
عطاء محمد نور زياته كړه، چې د افغانستان خلک پټو معاملو ته د نه ويلو حق لري.
بلخوا اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په نوي کال کې افغانانو ته د سوله ييز او ارام ژوند هيله وکړه او د بلخ د سرپرست والي څرګندونو ته يې په ځواب کې وويل، چې د سولې په اړه به د پردې شاته هېڅ ډول معامله ونه شي.
د يادولو ده، چې د نوي كال جشن د هېواد په بېلابېلو سيمو كې په بېلابېلو ډولونو لمانځل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


