ads

کابل ښار کې د ځانمرګو بريدونو درې تنه طرحه کوونکي ونيول شول

د ملي امنيت لوى رياست په کابل ښار کې د حقاني ډلې د ځانمرګو بريدونو د درې تنو طرحه کوونکو د نيولو خبر وركوي. د دې رياست مطبوعاتي دفتر څخه د شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، موظفينو يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د کابل ښار د لومړۍ […]

نویسنده: TKG
29 کب 1394
کابل ښار کې د ځانمرګو بريدونو درې تنه طرحه کوونکي ونيول شول

د ملي امنيت لوى رياست په کابل ښار کې د حقاني ډلې د ځانمرګو بريدونو د درې تنو طرحه کوونکو د نيولو خبر وركوي. د دې رياست مطبوعاتي دفتر څخه د شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، موظفينو يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د کابل ښار د لومړۍ ناحيې په سراى شهزاده سيمه کې د محمد نذير، سلطان او مجيب الله په نومونو د حقاني ډلې درې تنه غړي نيولي دي.

د ملي امنيت لوى رياست په کابل ښار کې د حقاني ډلې د ځانمرګو بريدونو د درې تنو طرحه کوونکو د نيولو خبر وركوي.

د دې رياست مطبوعاتي دفتر څخه د شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، موظفينو يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د کابل ښار د لومړۍ ناحيې په سراى شهزاده سيمه کې د محمد نذير، سلطان او مجيب الله په نومونو د حقاني ډلې درې تنه غړي نيولي دي.

د سرچينې په وينا، يادو كسانو هوډ درلود، چې د نوي کال د لمانځنې په مهال له چاودېدونکو توکو ډک يو واسکټ څخه په ګټنې ځانمرګى بريد ترسره کړي.

سرچينه وايي، له نيول شويو کسانو څخه له چاودېدونکو توکو ډک يو واسکټ او يو ټي ټي تومانچه ترلاسه شوې ده.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA