د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ كې تېره شپه شاوخوا نهه بجې پر يوه کور د وسله والو غلو بريد کې د يوې کورنۍ اته غړي ټپيان شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي نن کليد ته وويل، چې پنځه وسله وال غله د سره رود ولسوالۍ په نظر اباد سيمه کې د يوه کس كور ته ور اوښتي او شاوخوا ۷۰۰ زره پاكستانۍ كلدارې يې وړې دي.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ كې تېره شپه شاوخوا نهه بجې پر يوه کور د وسله والو غلو بريد کې د يوې کورنۍ اته غړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي نن کليد ته وويل، چې پنځه وسله وال غله د سره رود ولسوالۍ په نظر اباد سيمه کې د يوه کس كور ته ور اوښتي او شاوخوا ۷۰۰ زره پاكستانۍ كلدارې يې وړې دي.
خوږياڼى وايي، غلو د کورنۍ د غړو له مقاومت وروسته د چړو او خښتو په ګوزارونو اته تنه، چې ډېرى يې ماشومان دي، ټپيان كړي دي.
د والي وياند زياته كړه، څلور غله تښتېدلي او يو تن يې په ټپي حالت کې نيول شوى دى، چې اوسمهال ترې د امنيتي ځواکونو له لوري پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
په سره رود ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ اته غړي داسې مهال د وسله والو غلو له لوري ټپي کېږي، چې تر دې وړاندې له جلال اباد ښار سره نږدې بله ولسوالۍ بهسودو کې وسله والو د يوې کورنۍ اته کسان په مرموز ډول وژلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


