ads

د پاكستان په كراچۍ ښار كې دوه ترهګر وژل شوي

د پاکستان په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د پلټونکو عملياتو په مهال د يو ځانمرګي بريد كوونكي په ګډون دوه ترهګر وژل شوي دي. پوليسو ويلي، چې ياد ترهګر يې د کراچۍ کشمير کالوني سيمه کې په يو کور کې تر نښتې وروسته ووژل. د پاکستان په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د پلټونکو […]

نویسنده: TKG
29 کب 1394
د پاكستان په كراچۍ ښار كې دوه ترهګر وژل شوي

د پاکستان په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د پلټونکو عملياتو په مهال د يو ځانمرګي بريد كوونكي په ګډون دوه ترهګر وژل شوي دي. پوليسو ويلي، چې ياد ترهګر يې د کراچۍ کشمير کالوني سيمه کې په يو کور کې تر نښتې وروسته ووژل.

د پاکستان په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د پلټونکو عملياتو په مهال د يو ځانمرګي بريد كوونكي په ګډون دوه ترهګر وژل شوي دي.

پوليسو ويلي، چې ياد ترهګر يې د کراچۍ کشمير کالوني سيمه کې په يو کور کې تر نښتې وروسته ووژل.

له وژل شويو يو شمېر وسلې او په چاودېدونکو توکو کې کارېدونکي څيزونه هم ترلاسه شوي دي.

د کراچۍ ځانګړو پوليسو ويلي، چې له ترهګرو ترلاسه شويو ځانمرګو واسکټونو ته يې چاودنې ورکړې دي.

پوليسو نه دي ويلي، چې وژل شوي کسان د کومې ډلې اړوند وو.

بايد ياده شي، چې په کراچۍ کې د يو شمېر وسله والو ډلو ترڅنګ په هدفي وژنو کې هم له تېرو شلو کلونو راهيسې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA