ads

د كندهار امنيه قوماندان: د نوروز لپاره مو سخت امنیتي تدابیر نیولي

د نوي کال د مېلو لپاره د کندهار امنيه قوماندان خلكو ته د امنيت ډاډ ورکړ. لوی پاسوال عبدالرازق له کلید سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل، چې د نوروز لپاره یې سخت امنیتي تدابیر نیولي او ټول مېله ځایونه د ګډو امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. د نوي کال د مېلو لپاره […]

نویسنده: TKG
29 کب 1394
د كندهار امنيه قوماندان: د نوروز لپاره مو سخت امنیتي تدابیر نیولي

د نوي کال د مېلو لپاره د کندهار امنيه قوماندان خلكو ته د امنيت ډاډ ورکړ. لوی پاسوال عبدالرازق له کلید سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل، چې د نوروز لپاره یې سخت امنیتي تدابیر نیولي او ټول مېله ځایونه د ګډو امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

د نوي کال د مېلو لپاره د کندهار امنيه قوماندان خلكو ته د امنيت ډاډ ورکړ.

لوی پاسوال عبدالرازق له کلید سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل، چې د نوروز لپاره یې سخت امنیتي تدابیر نیولي او ټول مېله ځایونه د ګډو امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

هغه زياته كړه، چې د ګډو امنیتي ځواکونو په مرسته يې په ټولو مېله ځایونو په خاص ډول په خاکرېز ولسوالۍ کې د مېله والو لپاره امنیت ټینګ کړی دی.

نوموړى وايي، چې کندهاریان دې بې غمه په ښار او ولسواليو کې خپلې مېلې وکړي.

امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق له ټولو کندهاریانو غوښتنه وکړه، چې له امنیتي ځواکونو سره دې د امنیت په ټینګښت كې د پخوا په څېر خپله همکاري جاري وساتي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA