د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، تر دې مهاله د افغان دولت او اسلامي حزب تر منځ رسمي خبرې نه دي پيل شوې.
د دغه شورا د نړيوالو اړيكو سلاكار، محمد اسماعيل قاسميار وايي، تر دې مهاله كابل ته د اسلامي حزب رالېږلي شوې پلاوي د سولې له عالي شورا سره يوازې لومړنۍ غونډه لرله او د رسمي خبرو لپاره په زمينه برابره كړي.

نوموړي د سولې له پروسې سره د ګلبدين حكمتيار يو ځاى كېدل د نورو وسله والو ډلو لپاره يو لوى پيغام ګڼي او د اسلامي حزب له دې پرېكړې هركلى كوي.
دا په داسې حال كې ده چې تېره ورځ د اسلامي حزب يو پلاوي په كابل كې اعلان وكړ چې دغه ګوند چمتو دى څو له دولت سره د سولې خبرو وكړي او په هغه صورت كې چې د حكومت له لوري يې غوښتې ومنل شي د افغانستان سياسي نظام به ومني.