ads

پېښور كې په پوځي بس كې چاودنه شوې

په پیښور کې په یو پوځي بس موټر کې درنې چاودنې ۱۵ کسان وژلي او له پنځوسو ډیر يې ټپیان شوي دي.روغتون چارواکو په ټپیانو کې د ځینو حالت نازک ښودلی دی.پیښه نن سهار د پیښور سنهري جومات ته څیرمه سړک کې را منځته شوې ده.پولیسو ویلي، چې اته کیلو ګرامه وزني بم د ډریور […]

نویسنده: TKG
26 کب 1394
پېښور كې په پوځي بس كې چاودنه شوې

په پیښور کې په یو پوځي بس موټر کې درنې چاودنې ۱۵ کسان وژلي او له پنځوسو ډیر يې ټپیان شوي دي.
روغتون چارواکو په ټپیانو کې د ځینو حالت نازک ښودلی دی.
پیښه نن سهار د پیښور سنهري جومات ته څیرمه سړک کې را منځته شوې ده.
پولیسو ویلي، چې اته کیلو ګرامه وزني بم د ډریور سیټ لاندې ایښودل شوی وو.

یاد بس د مردان ولسوالۍ شیرګړ سیمې څخه مرکز پیښور ته روان وو، چې نن سهار شاو خوا اته نیمې بجې د سنهري جومات ته څیرمه پکې زوروره چاودنه وشوه، چې په نتیجه کې یی پنځلس کسان ځای په ځای وژلي او له پنځوس ډير ټپیان دي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر چاودنې وروسته یاد بس په بشپړ ډول له منځه تللی او ژغورونکو د بس تر اره کولو وروسته ټپیان او مړي ور څخه ایستلي او روغتون ته یې انتقال کړي دي.
تر اوسه د چاودنې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA