په کندهار کې ډېرى ولادتونه اوس په روغتيايي مرکزونو کي کيږي، چي د مور او ماشوم مړينه يې راکمه کړې ده.
په روان ۱۳۹۴ کال کې د کندهار په روغتیايي مرکزونو کي ۳۳۸۱۰ ولادتونه شوي دي.
د عامي روغیتا ریاست چارواكي وايي چی اوس ډیری ولادتونه په روغیتايي مرکزونو کې کیږي چي د مور او ماشوم د مړيني کچه يې راښكته کړې ده.
د عامي روغیتا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي چې روان کال د عامې روغتیا ریاست اړوند په ټولو روغتیايي مرکزونو کي ۳۳۸۱۰ ولادوتونه شوي دي، چي د تیر کال پرتله يې شمیر خورا ډېر دی.

نوموړي وویل چي تیر كال په ټولو روغتیايي مرکزونو کي شاوخوا ۲۷۰۰۰ ولادتونه شوي وو.
پخلا وايي چي اوس ډیر ولادوتونه په روغیتايي مرکزونو کې کیږي چي په دې سره د مور او ماشوم د مړيني کچه هم ټیټه شوې ده.
نوموړى اوس هم د روغتیا په برخه کي د مور او ماشوم مړینه یو لوی ګواښ بولي خو په وینا يي چې په دې وروستیو کې يې کچه ډیره کمه شوې.
پخلا وايي چې څو کاله مخکې به په هرو یولک ولادتونو کې ۱۶۰۰ میندې او ماشومان مړه کیدل خو نوموړى وايي چې اوس دغه کچه په هر یو لک ولادتونو کې ۳۲۷ ته راکښته شوې.
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي چې اوس هم ډيرې کورنۍ شته، چې عامه پوهاوي ته ضرورت لري، ترڅو نور هم د ولادت پر مهال د مور او ماشوم په مړینه کي کموالي راشي.
ډاکټر پخلا وايي هغه ښځې چې اميدواره وي باید په نهو میاشتو کې تر ولادت پورې څلور ځله روغتیايي مرکزونو ته ورشي.
نوموړى وايي چي ځنې کسان چې په روغتیايي مرکزونو کې يې اولادونه پیدا شي نو ډیر ژر ناروغه مېرمن له روغیتايي مرکز څخه باسي چې دا د مور او ماشوم په زیان ده.
پخلاوايي لږ تر لږه باید هره مور تر ولادت وروسته د شپږو ساعتونو لپاره په روغتیايي مرکز کې پاته شي.
په دولتي روغتيايي مرکزونو کې يو عينو زېږنتون او بل هم د کندهار ميرويس روغتون شامل دي، چې ډېرى ولايتونه پكې كېږي