د ننګرهار امنیتي چارواکي وایې، په هسکه مېنه کې یې لس تنو داعش وسله والوته مرګ ژوبله اړولې ده .
چارواکي وایي چې داعش ډلې ته یې دا مرګ ژوبله تیره شپه اړولې ده.
دننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې دهسکې مېنې په (مریز کنډو) سیمه کې داعش وسله والو د امنیتي ځواکونو په پوستو برید کړی، چې پرمهال یې ددواړو لورو په نښته کې (۶) داعش وسله وال وژل شوي او (۴) نور ټپیان شوې دي.

خوګیاڼي زیاته کړه ، چې په دغه نښته کې یو شمیر افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو هغه یې په اړه معلومات ورنه کړل.
بلخوا که څه هم داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د سیمې یو اوسیدونکي د نوم او غږ نه خپراوي په شرط کلید ته وویل، چې داعش وسله والو د امنیتي ځواکونو پوسته باندې تر برید وروسته پوستې ته اور اچولی دی.
دننګرهار امنیتي ځواکونه داعش وسله والو ته ددې مرګ ژوبلې خبر په داسې حال کې ورکوي، چې پرون جمهور رئيس غني دناټو له سرمنشي سره په خبرې ناسته کې یادونه وکړه، چې ننګرهار به دداعش په هدیره بدل کړي.