په ننګرهار کې د اسیا پراختیایي بانک له لوري اته سوه څلویښت کوچنیو فاریکو سره پنځه سوه امریکایي ډالر بلاعوضه مرستې کیږي.
دهمدغو مرستو په اړه نن د ننګرهار کار ټولنیزو چارو په ریاست کې پچه اچونه ترسره شوه.
د ننګرهار د کار ټولنیزو شهیدانو او معلولینو چارو رییس عبدالحکیم شیرزاد د دغو مراسمو په څنډه کې کلید ته وویل، چې ددوی له هلو ځلو وروسته د اسیا پراختیایي بانک دې ته لیواله شوو، ترڅو په ننګرهار کې له (۸۴۰) وړو فاریکو لرونکو سره د پنځه سوه امریکایې ډالرو مرسته ترسره کړي.

شیرزاد وایي، چې د دغو بلاعوضه مرستو هدف په ننګرهار کې د کوچنیو فاریکو له خاوندانو سره دا مرسته، چې خپلو تولیداتو بازار موندنه وکړي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو ریاست د معلوماتو له مخې اوس مهال په دغه ولایت کې (۲۵۰۰) وړې او لويې فابریکې فعالیت کوي، چې د خوراکي توکو نیولې د پوښاک او نورو اجناسو په برخه کې کورني تولیدات کوي.