ads

ديني عالمانو له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتووالى وښود

د ننګرهار دیني عالمان وایي، چې د سولې خبرو اترو د بریالیتوب په موخه د وسله والو طالبانو سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دي.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوې، چې یو شمیر دیني عالمانو د ننګرهار والي سلیم کندوزي سره د کتنې […]

نویسنده: TKG
26 کب 1394
ديني عالمانو له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتووالى وښود

د ننګرهار دیني عالمان وایي، چې د سولې خبرو اترو د بریالیتوب په موخه د وسله والو طالبانو سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوې، چې یو شمیر دیني عالمانو د ننګرهار والي سلیم کندوزي سره د کتنې پر مهال وویل، دوی چمتو دي،چې د افغان وسله والو مخالفینو سره د سولې او امنیت د ټینګښت په موخه د زمینې برابرولو په ترڅ کې په مستقیم ډول خبرې اترې ترسره کړي.

د ننګرهار دیني عالمان وایي، چې د سولې خبرو اترو د بریالیتوب په موخه د وسله والو طالبانو سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوې، چې یو شمیر دیني عالمانو د ننګرهار والي سلیم کندوزي سره د کتنې پر مهال وویل، دوی چمتو دي،چې د افغان وسله والو مخالفینو سره د سولې او امنیت د ټینګښت په موخه د زمینې برابرولو په ترڅ کې په مستقیم ډول خبرې اترې ترسره کړي .
په خبر پاڼه کې د ننګرهار د حج اوقافو ریس عبدالظاهر حقاني له قوله ویل شوې، چې دوی دننګرهار علماؤ ته یې ګډ د همغږۍ مرکز جوړ کړی،چې په ترڅ کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث ترسره کیږي او همدا راز د دغه مرکز غړي د شرعي کړنو او قانون په چوکاټ کې د خپل نظام څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي .
سرچینه وایي، چې دغو دیني عالمانو د ننګرهار له والي څخه په جلال اباد ښار کې د نشه یې توکو د استعمال او پلور په مخنیوي او په ادارو کې د فساد په لمنځه وړلو کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA