ads

داعش په کندز کې فعالىت پىل کړى دى

د کندز ولاىت سىمه ىىز چارواکي واىي، چې د داعش ډلې د کندز په چهاردرې ولسوالې کې د دولت او وسله والو طالبانو پر ضد خپل فعالىت پىل کړى دى د کندز امنىه قومندان پاسوال محمد قسىم جنګل باغ واىي،  د دوى  استخباراتي معلومات ښيي چې داعش ډلې د کندز ولاىت په چهاردرې ولسوالۍ کې […]

نویسنده: TKG
25 کب 1394
داعش په کندز کې فعالىت پىل کړى دى

د کندز ولاىت سىمه ىىز چارواکي واىي، چې د داعش ډلې د کندز په چهاردرې ولسوالې کې د دولت او وسله والو طالبانو پر ضد خپل فعالىت پىل کړى دى
د کندز امنىه قومندان پاسوال محمد قسىم جنګل باغ واىي،  د دوى  استخباراتي معلومات ښيي چې داعش ډلې د کندز ولاىت په چهاردرې ولسوالۍ کې د تىرو دوو اونىو راهىسې خپل فعالىت پىل کړى دى.
امنىه قومندان زىاته کړه د داعش دغه ډله چې په کندز کې ىې خپل فعالىت پىل کړى دى تعداد ىې نږدې ۱۲۰ تنو ته رسىږي.

د کندز ولاىت د ولاىتي شورا وکىل امرالدىن ولي هم تاىيدوي چې ګواکې د کندز په چهاردرې او دشت ارچي ولسوالىو کې د داعش ډلې جنګىالي لىدل شوي دي
ولي په دولت غږ وکړ  چې باىد د هر هغې ډلې مخه ونىول شي چې د دولت په وړاندې جنګىږي او ورانكار فعالىتونه کوي  امرالدىن ولي واىي که چىرته د وسله والو ډلو مخه ونه نىول شي نو کندز  به  له سقوط څخه هم بدتر شي
د کندز ولاىت ىو شمىر اوسىدونکي د داعش ډلې له فعالىتونو څخه وىره لري او له دولت څخه غواړي چې باىد د وسله والو ډلو مخه ونىسى او اوسىدونکو ته د امن فضا رامنځ ته کړي .
تر دې وړاندې هم د کندوز پخواني والي  په کندوز کې د داعش  ډلې د فعالىتونو په اړه خبردارى ورکړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA