ads

ننګرهار كې لمريزه برښنا جوړېږي

چارواکي وایي، چې د اسیایي پراختیایي بانک له لوري په ننګرهار کې څلوېښت میګاواټه لمریزه برېښنا جوړیږي.چارواکي وایي، چې دغه لمریزه بریښنا دحصار شاهي په دښته کې جوړیږي.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوې،چې د اسیایي پراختیایي بانک د ADB برخې مسؤلینو  د ننګرهار […]

نویسنده: TKG
24 کب 1394
ننګرهار كې لمريزه برښنا جوړېږي

چارواکي وایي، چې د اسیایي پراختیایي بانک له لوري په ننګرهار کې څلوېښت میګاواټه لمریزه برېښنا جوړیږي.
چارواکي وایي، چې دغه لمریزه بریښنا دحصار شاهي په دښته کې جوړیږي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوې،چې د اسیایي پراختیایي بانک د ADB برخې مسؤلینو  د ننګرهار والي سلیم کندوزي سره د لیدنې پر مهال چې  د سوداګرو د ملاتړ ادارې، صنعتکارانو اتحادیې، سوداګرۍ خونې، کانال او ځمکو خپلواکې ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی وو، یادونه وکړه،چې  په ننګرهار کې د څلوېښت میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا جوړه وي.

په خبر پاڼه کې د  د اسیایي پراختیا بانک د ADB برخې د مسؤل فضل الله فضلي له قوله ویل شوې، چې دوی په سیمه کې لومړی تخنیکي سروې کوي، او په بشپړ ډول له هغې وروسته چمتوالی لري،چې د لمریزې برېښنا د جوړولو چارې پیل کړي .
سرچینه وایي، چې ددغې بریښنا په جوړیدو سره چې په سیمه کې د صنعتي پارکونو ترڅنګ د پولیسو او غازي امان الله ښارګوټي هم دی، له دغې برېښنا څخه به د بټي کوټ او روداتو ولسوالۍ اوسیدونکې هم برخمن شي .
په ننګرهار کې دا څلویښت میګاواټه بریښنا په داسې حال کې جوړیږي، چې ددغه ولایت صنعت کاران وایې که دنورو ستونزو سره یې دبریښنا ستونزه هم حل شي، نو دوی به دلته نور هم سرمایه ګزاري زیاته کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA