خوست ته له مرکز کابل څخه د هاکي فدراسیون عمومي رئيس تللى دى او د دې لوبې حالت یې له نیږدې وڅاره.
په خوست کې د هاکي لوبغاړي او د همدې برخې مسول چارواکي د نورو لوبو په څير د هاکي لوبه هم مخ په ښه کیدو بولي.
دا چې په خوست کې دا لوبه یو څه نوې ده، نو لوبغاړي یې د ځینو ستونزو یادونه کوي او وایې، چې له دې لوبې سره مینه لري، خو که کار ورته وشي، دا برخه به نوره هم ښه شي.

د هاکي لوبغاړی ممیز جان د هاکي مجهز لوبغالي نشتون مهمه ستونزه یادوي او وايی، چې اوس دوی په داسې لوبغالو کې لوبې کوي، چې د دې لوبې لپاره مناسب نه دي، خو اړ دي، چې د خپلو تمرینونو ترسره کولو لپاره په همدې لوبغالو کې لوبې وکړي.
د خوست د هاکي فدراسیون مشر محمد اسماعیل هم مني، چې د هاکي لوبې لپاره کار نه دی شوی.
هغه هم د میدان نشتون هغه ستونزه یاده کړه چې ددوی لوبې یې له كبله اغیزمنې شوي.
خو په ورته وخت کې وایي، چې د دوی د ډیرو هڅو پایله ده، چې د هاکي په ملي لوبډله کې د خوست د ځوانانو ونډه ښه ده.
د افغانستان د هاکي فدراسیون عمومي مشر سید مصطفی سعادت وایي، چې پدې ولایت کې د هاکي لوبې ډير پرمختګ کړی او پلان لري، چې د افغانستان په ملي لوبډله کې هم دوی ته ډيره ونډه ورکړي.
مصطفی سعادت همدا راز د هاکي د لوبغالي د جوړیدو ژمنه وکړه او په ورته وخت کې یې وویل، چې دهاکي فدراسیون د خوست ولایت لپاره ښه پروګرامونه لري.
د افغانستان د هاکي ملي لوبډله تر اویا پورې لوبغاړې لري، چې د هیواد د نورو ولایتونو په پرتله پکې د خوست لوبغاړو کچه زیاته ښودل شوې.
هاکي لوبه د هغو لوبو له ډلو یوه ده، چې په خوست ولایت کې یې لوبغاړي او مینوال د نورو لوبو په پرتله کم خو لاسته راوړنې يې بیا تر بلې هرې لوبې زیاتي بلل کیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ