ads

د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلينو په درسي اعتصاب لاس پورې كړى

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي سلګونه محصلینو د خپلو حقونو د غوښتنې په خاطر درسې اعتصاب کړی دی.دوی وایي، چې له تیر یوه کال راهسې یې بدیل اعایشه نه ده ترلاسه کړې.د ښوونې او روزنې پوهنځي سلګونه محصلین، چې نن د دوشنبه په ورځ د دغه پوهنځي په انګړ کې سره راټول […]

نویسنده: TKG
24 کب 1394
د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلينو په درسي اعتصاب لاس پورې كړى

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي سلګونه محصلینو د خپلو حقونو د غوښتنې په خاطر درسې اعتصاب کړی دی.
دوی وایي، چې له تیر یوه کال راهسې یې بدیل اعایشه نه ده ترلاسه کړې.
د ښوونې او روزنې پوهنځي سلګونه محصلین، چې نن د دوشنبه په ورځ د دغه پوهنځي په انګړ کې سره راټول شوي وو، ویل یې چې له تیر یوه کال راهيسې ورته بدیل اعاشه نده ورکړل شوې.

دغه محصلین وایي، چې په ننګرهار پوهنتون کې نورو پوهنځیو ستونزې پر وخت حلیږي؛ خو تر اوسه پورې ددوی د لیليې او بدیل اعاشې ستونزه نه ده حل شوې.
خو د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال ډاکټر ناصر کاموال کلید ته وویل، چې دوی له اعتصاب کوونکو محصلینو سره غږیدلي او تر راتلونکې شنبه ورځې پورې به د دوی د بدیل اعاشي ستونزه حل کړي.
کاموال وایي، چې د دغه پوهنځي د بدیل اعاشې ځنډ ستونزه د وزارت له لوري وه او ډیر ژر به حل شي.
د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلین دا درسې اعتصاب په داسې حال کې کوي، چې له دې وړاندې يې هم د یو شمیر ستونزو د حل په هدف لاریونونه کړې وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA