ads

د كندهار په دیني مرکزونو کې د ښځینه زده کوونکو شمېر په ډېرېدو دى

د پوهنې ریاست مسئولین وايي چې دا مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کي ۳۹ دیني مدرسې فعالې دي.په کندهار کي د ښوونځیو تر څنګ په دیني مدرسو کې هم ډيرى نجونې په دینې او عصري زده کړو بوختې دي، چې شمېر يې اته زره ته رسيږي. د کندهار د پوهنې ریاست وياند نظر محمد […]

نویسنده: TKG
24 کب 1394
د كندهار په دیني مرکزونو کې د ښځینه زده کوونکو شمېر په ډېرېدو دى

د پوهنې ریاست مسئولین وايي چې دا مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کي ۳۹ دیني مدرسې فعالې دي.
په کندهار کي د ښوونځیو تر څنګ په دیني مدرسو کې هم ډيرى نجونې په دینې او عصري زده کړو بوختې دي، چې شمېر يې اته زره ته رسيږي.

د کندهار د پوهنې ریاست وياند نظر محمد صميمي کلید راډيو ته وويل، چې دا مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۳۹ دیني مدرسې فعالي دي چې د هلکانو ترڅنګ ۷۳۴۱ نجونې هم پكې زده كړې کوي.

نوموړي وویل چې دغه ۳۹ فعالې ديني مدرسې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو له امریت سره ثبت او راجستردي.
صمیمي وايي چي سربیره پر دغه ثبت مدرسو زیات شمیر داسې نورې مدرسې هم شته چې له پوهنې ریاست سره ثبت نه لري.
په کندهار کې د ملا عبدالحى اخوند په مدرسه كې چې د کندهار ښار په اوله ناحیه کي موقعیت لري د ۳۰۰ په شاوخوا کې نجونې په زده کړو بوختي دي.
په دغه مدرسه کې هلکان هم زده کړې کوي، چې هم ديني او هم عصري زده کړي لري. د دغې مدرسې مسئولین وايي چې ورځ تر بلې ښځنیه زده کوونکې ډیریږي.
ښځینه زده کوونکي په دغه مدرسه کې د درس ویلو څخه خوښي ښيي او وايي چې د عصري زده کړو ترڅنګ يې دیني زدکړې هم کړې دي.
دوی له ټولو نجونو غوښتنه وکړه، چې زده کړه وکړي او د عصري زده کړو تر څنګ ديني زده کړې هم وکړي.
په کندهار كې ډېرى خلك هڅه کوي، چې په خپلو اولادونو لومړی ديني زده کړي وکړي. د ديني مدرسو له ډېرېدو سره په کندهار کې د زده کوونکو شمېر ډيريږي او د علم سويه يې ورځ تر بلې پورته کيږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA