ads

د شينوارو د ۷ ولسواليو له بې ځايه شوو سره مرستې پيل شوې

د اجرائيه رياست له لوري د شينوارو ۷ ولسواليو پر جنګ ځپلو کورنيو څه د پاسه پنځه زره بورۍ اوړو د مرستې د ويش لړۍ پيل شوه .چارواکي وایي، چې ددغو مرستو لړۍ یې پرون پیل کړه.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د […]

نویسنده: TKG
24 کب 1394
د شينوارو د ۷ ولسواليو له بې ځايه شوو سره مرستې پيل شوې

د اجرائيه رياست له لوري د شينوارو ۷ ولسواليو پر جنګ ځپلو کورنيو څه د پاسه پنځه زره بورۍ اوړو د مرستې د ويش لړۍ پيل شوه .
چارواکي وایي، چې ددغو مرستو لړۍ یې پرون پیل کړه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د اجرایه ریاست له لوري د شینوارو (۷) ولسوالیو بې ځایه شوو، کورنیو لپاره د(۵۰۰) بورۍ اوړو د ویش لړۍ په داسې حال کې پیل شوه ، چې د ننګرهار ولایتي استازي هم حضور درلوده .

خبر پاڼه وایي، چې دغه مرسته د اچين ، سپين غر ، نازيانو ، دور بابا ، هسکې مېنې ، کوټ او غني خېلو ولسواليو پر هغو کورنيو ويشل کېږي ،چې د امنيتي ستونزو له امله جلال اباد ښار او يا هم نورو سيمو ته راکډه شوي دي.
په جلال اباد ښار کې دا مرستې په داخلي بې ځایه شوو، په داسې حال کې ویشل کیږي، چې دوی دنورو مرستو د ورکړې غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA