د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې اچین ولسوالۍ کې د خپل ماین چاودنې له امله ۳۳ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وایي، چې پر داعش دا چاودنه پرون مازیګر ترسره شوې ده.
په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې، خبرپاڼه کې ویل شوې،چې پرون داعش وسله والو غوښتل د اچین ولسوالۍ له ( مزدکۍ) سیمې څخه (شډل) بازار ته چاودېدونکې توکي انتقال کړي، چې د خپلو توکو د چاودنې له امله (۱۲) تنه وژل شوې او ۲۱ نور ټپیان شوې دي.
سرچینه وایي، چې په دغه چاودنه کې د داعش ډلې یو شمیر وسلې هم له منځه تللي دي.

داعش وسله والو ته دا مرګ ژوبله په داسې مهال اوړي، چې امنیتي چارواکي وایي، هڅه کوي، چې په ننګرهار کې داعش ډله سخته وځپي.
بلخوا داعش وسله والو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیوته څه نه دې ویلي.