د کاپیسا د نجراب اوسیدونکي وايي په دې ولسوالۍ کې د جګړې له كبله له زرو ډېرې کورنۍ نورو سیمو ته کډوالې شوې دي.
له بل لوري امنیتي چارواکي وايي په یاده ولسوالۍ کې یې تر دې دمه ۱۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولي ده
د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي د تېرو دریو ورخو راهیسې د نجراب په افغانیه، مکتب، چهار کلا او په لسګونو نورو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ جګړه روانه ده چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې او د همدې جګړې له امله زرو څخه ډېرې کورنۍ د د سروبولي له لویې درې څخه نورو ولایتونو او سیمو ته کډوالې شوې دي.

په دې اړه د نجراب یو قومي مشر لطف الله ذاکري وايي تر دې دمه د میرمنو او ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او جکړه لا اوسمهال هم روانه ده.
بل خوا د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي دوی په نجراب کې لسګونه سیمې له وسله والو مخالفینو څخه پاکې کړي چې په یادو عملیاتو کې تر دې دمه ۱۷ وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او یاد عملیات به نور هم دوام وکړي په دې اړه د کاپیسا امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالکریم فایق وايي.
د یادونې وړ ده چې د کاپیسا په اله سای، تګاب او د نجراب ولسوالۍ په یوشمېر سیمو کې د حکومت دوسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې رامنځته کېږي. چې هر کال په یاد موسم کې په سلګونو کورنۍ له خپلو سیمو څخه نورو ځایونو ته کډوالې کېږي.