ads

اسلامي حزب د سولې خبرو كې د ګډون اعلان وكړ

د انجنىر ګلبدىن حکمتىار په مشرۍ اسلامي حزب له افغان حکومت سره د سولې خبرو کې د ګډون اعلان وکړ. اسلامي حزب د ىوې خبرپاڼې په خپرولو سره وىلي، چې دوى د جمهور رئيس محمد اشرف غني په بلنه د سولې خبرو اترو کې ګډون کوي. سرچىنه زىاتوي، دوى په دې هدف د سولې خبرو […]

نویسنده: TKG
23 کب 1394
اسلامي حزب د سولې خبرو كې د ګډون اعلان وكړ

د انجنىر ګلبدىن حکمتىار په مشرۍ اسلامي حزب له افغان حکومت سره د سولې خبرو کې د ګډون اعلان وکړ.
اسلامي حزب د ىوې خبرپاڼې په خپرولو سره وىلي، چې دوى د جمهور رئيس محمد اشرف غني په بلنه د سولې خبرو اترو کې ګډون کوي.
سرچىنه زىاتوي، دوى په دې هدف د سولې خبرو کې ګډون کوي، څو ملت ته څرګنده کړي، چې حزب اسلامي سوله غواړي او امريکا او په امريکا پورې تړلې کړۍ د جنګ دوام خوښوي.

حزب اسلامي په ورته مهال زياتوي، په داسې حال کې چې افغان حکومت د سولې په مذاکراتو کې د ګډون بلنه ورکړې، امريکا د دغه ګوند دوه غړي په تور لېست کې شامل کړي او د هغوى پر وژلو او نيولو ىې د ميليونونو ډالرو جايزه ټاکلې ده.
دغه ګوند ويلي چې امريکا ورته يو اعلان پخوا هم په داسې حال کې کړى و چې د حزب يو پلاوى له افغان دولت سره په مذاکراتو بوخت و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA