ads

كابل كې د كانكور ازموينه پيل شوه

د شنبه په ورځ كابل كې د ۱۳۹۴ كال د كانكور ازموينې لومړى پړاو پيل شود لوړو زده كړو وزيرې فريدې مومند د ازموينې د پيل پر مهال وويل، په ۳۳ نورو ولايتونو كې د كانكور ازموينې بهير پاى ته رسېدلى او ټاكل شوې تر راتلونكو څو ورځو په كابل كې هم دغه لړۍ پاى […]

نویسنده: TKG
22 کب 1394
كابل كې د كانكور ازموينه پيل شوه

د شنبه په ورځ كابل كې د ۱۳۹۴ كال د كانكور ازموينې لومړى پړاو پيل شو
د لوړو زده كړو وزيرې فريدې مومند د ازموينې د پيل پر مهال وويل، په ۳۳ نورو ولايتونو كې د كانكور ازموينې بهير پاى ته رسېدلى او ټاكل شوې تر راتلونكو څو ورځو په كابل كې هم دغه لړۍ پاى ته ورسېږي.

مومند زياته كړه، ټاكل شوې د سږ كال په كانكور ازموينه كې ۲۰۰ زره كسان برخه واخلي او د لوړو زده كړو وزارت د لوړو زده كړو موسسو ته د ۵۸۳۱۰ زده كوونكو او د نيمه لوړو زده كړو موسسو ته د ۶۰ زره كسانو د جذب وړتيا لري.
خو تر دې مهاله په كانكور كې د ګډون كوونكو نجونو او هلكانو دقيق شمېر څرګند نه دى.
كه څه هم په وروستيو كې د كانكور ازموينې پر شفافيت نيوكې ډېرې شوي دي خو د لوړو زده كړو وزارت مشرتابه ټينګار كوي چې سږ كال د كانكور ازموينو شفافيت ته پوره پاملرنه شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA