ads

جرمني: د داعش ۲۲ زره ترلاسه شوې دوسيې تصديق شوې دي

جرمني اعلان كړى چې له عراق او سوريې څخه د داعش غلا شوي ۲۲ زره د اسنادو فايلونه تصديق شوي او دا ترې ښكاره كېږي چې دغې ډلې سره د نړۍ د ۵۱ هېوادونو خلك كار كوي.تر دې وړاندې د خليج رسنيو راپور وركړى و چې الماني پوليسو د داعش ډلې داسې زرګونه دوسيې او […]

نویسنده: TKG
22 کب 1394
جرمني: د داعش ۲۲ زره ترلاسه شوې دوسيې تصديق شوې دي

جرمني اعلان كړى چې له عراق او سوريې څخه د داعش غلا شوي ۲۲ زره د اسنادو فايلونه تصديق شوي او دا ترې ښكاره كېږي چې دغې ډلې سره د نړۍ د ۵۱ هېوادونو خلك كار كوي.
تر دې وړاندې د خليج رسنيو راپور وركړى و چې الماني پوليسو د داعش ډلې داسې زرګونه دوسيې او فايلونه ترلاسه كړي چې پر اساس يې داعش ډله كې د ګڼو هېوادونو د وګړو شموليت، هويت او فعاليت په اړه معلومات په ډاګه كېداى شي.

المان ويلي، له دغو دوسيو څخه خپلو خپلو هېوادونو ته د داعش جنګياليو د ستنېدو په صورت كې د هغوى پر وړاندې د محاكمې، ګرفتارۍ او د جرمونو د ثبوت په برخه كې مرسته ترلاسه كېداى شي.
بريټانوي رسنيو هم د الماني پوليسو د ادارې په حواله ليكلي، د داعش ډلې په دغو ۲۲ زره فايلونو كې د هغوى اصلي نومونه، ځايونه، د كورنيو او خپلوانو د ټليفون شمېرې د ملاتړ كوونكو په اړه معلومات او د فعاليت څرنګوالى ثبت شوى دى.
پوليسو ويلي، په ټوله كې دا دوسيې د د دوه ويشت زره داعشي جنګياليو په اړه د كره او لومړي لاس معلوماتو سرچينه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA