ads

جان كري، د سعودي له پاچا سره د سوريې او يمن پر مسئله غږېدلى

د امريكا خارجه وزير جان كري او د سعودي عربستان پاچا په يوه ليدنه د يمن او سوريې د بحران ختمولو په اړه ټينګار كړى دى.دا ليدنه چې پرون د سعودي په حفرالباطن ښار كې شوې، دواړو مشرانو په كې د يمن او سوريې د امنيتي وضعيت او سوريه كې د وروستي اوربند په اړه […]

نویسنده: TKG
22 کب 1394
جان كري، د سعودي له پاچا سره د سوريې او يمن پر مسئله غږېدلى

د امريكا خارجه وزير جان كري او د سعودي عربستان پاچا په يوه ليدنه د يمن او سوريې د بحران ختمولو په اړه ټينګار كړى دى.
دا ليدنه چې پرون د سعودي په حفرالباطن ښار كې شوې، دواړو مشرانو په كې د يمن او سوريې د امنيتي وضعيت او سوريه كې د وروستي اوربند په اړه څرګندونې كړې دي. د امريكا خارجه وزير جان كري او د سعودي عربستان پاچا په يوه ليدنه د يمن او سوريې د بحران ختمولو په اړه ټينګار كړى دى.
دا ليدنه چې پرون د سعودي په حفرالباطن ښار كې شوې، دواړو مشرانو په كې د يمن او سوريې د امنيتي وضعيت او سوريه كې د وروستي اوربند په اړه څرګندونې كړې دي.
په ليدنه كې جان كري ويلي، وخت رارسېدلى چې د سوريې او يمن بحرانونو ته د پاى ټكى كېښودل شي او نړۍ مخ پر وړاندې ولاړه شي.
جان كرې د سعودي له وليعهد شهزاده محمد بن نايف، له دفاع وزير محمد بن سلمان او خارجه وزير عادل الجبير سره هم پر همدې مسايلو بحث كړى دى.
امريكا د سوريې او يمن د بحران ختمولو خبره په داسې حال كې كوي چې په سوريه كې د بشار الاسد د رژيم له مخالفينو او د يمن په جګړه كې د سعودي د ايتلاف ملاتړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA