امريكا وايي، د ايران د توغنديزو ازموينو مسئله به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې كوي.
په ملګرو ملتونو كې د امريكا سفيره سمانتا پاور وايي، په دې اړه به د خپل هېواد برابر كړي اسناد او اعتراض رسما د روانې اوونۍ په اوږدو كې امنيت شورا ته وړاندې كړي. امريكا د ايران د توغنديزو ازموينو په اړه امنيت شورا كې شكايت كوي
امريكا وايي، د ايران د توغنديزو ازموينو مسئله به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې كوي.
په ملګرو ملتونو كې د امريكا سفيره سمانتا پاور وايي، په دې اړه به د خپل هېواد برابر كړي اسناد او اعتراض رسما د روانې اوونۍ په اوږدو كې امنيت شورا ته وړاندې كړي.
سمانتا پاور زياته كړې د ايران د اټومي توغنديز پروګرام د درولو لپاره بايد ټول هېوادونه د امريكا ملاتړ وكړي.
دا په داسې حال كې ده چې ايران تېره اوونۍ په څو ورځو كې د بالستيكي توغنديو ګڼې ازموينې وكړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


