ads

افغانستان د كركټ نړيوال شل اوريز جام دويم پړاو ته لاړ

د افغانستان كركټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ زمبابوې ته ماتې وركړه او د نړيوال جام دويم پړاو ته يې لاره ومونده.د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې خپله د توپ وهنې پرېكړه وكړه. افغانستان په ټاكل شوو شل اورونو كې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې جوړې كړې او زمبابوې ته […]

نویسنده: TKG
22 کب 1394
افغانستان د كركټ نړيوال شل اوريز جام دويم پړاو ته لاړ

د افغانستان كركټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ زمبابوې ته ماتې وركړه او د نړيوال جام دويم پړاو ته يې لاره ومونده.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې خپله د توپ وهنې پرېكړه وكړه.

افغانستان په ټاكل شوو شل اورونو كې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې جوړې كړې او زمبابوې ته يې د ۱۸۷ منډو هدف وټاكه.

خو زمبابوې ونه شو كولاى دغه هدف تر لاسه كړي او په شلم اوور كې يې د ۱۲۷ منډو په تر لاسه كولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه وركړل.
په توپوهنه كې د افغانستان له لوري محمد نبي عيسى خېل ۵۲، سميع الله شينواري ۴۳ او شهزاد محمدي هم ۴۰ تر لاسه كړې
د افغانستان په لوري په توپ وهنه كې بيا راشد آرمان ۳ او حميد حسن دوه لوبغاړي وسوځول
محمد نبي عيسى خېل د لوبې غوره لوبغاړى وټاكل شو
په دې سره افغانستان وكولاى شول نېغه په نېغه د نړيوال جام دويم پړاو او د نړۍ لسو غوره لوبډلو ته لاره پيدا كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA