د جمهور رئيس دويم مرستيال سرور دانش وايي، د افغانستان د اساسي قانون په منلو سره به كابل په پرانيسته غېږه د دولت د وسله والو مخالفينو هركلى وكړي
سرور دانش چې د جمعې په ورځ يې د عبدالعلي مزاري د ۲۱ تلين په مناسبت په جوړو شوو مراسمو كې خبرې كولې هغه ګنګوسې هم رد كړې چې ګواكې داعش ډله هوډ لري څو په راتلونكي پسرلي كې د افغانستان شمال ته لار ومومي او ټينګار يې وكړ چې افغانستان به د هر ډول هغه هڅو پر وړاندې ودرېږي چې دغه هېواد ګواښي.

دا په داسې حال كې ده، چې هر كال پسرلى طالبان خپلو بريدونو ته زور وركوي خو دا چې راتلونكى پسرلى به طالبان خپلو بريدونو ته زور وركړي او كه به د سولې خبرو ته لبيك ووايي هغه پوښتنه ده چې وخت به يې ځواب كړي.