جمهور رئيس د عبدالعلي مزاري د ۲۱ تلين په مناسبت د يوه ټلوېزوني پيغام له لارې نوموړى عدالت غوښتونكى وباله او ټينګار يې وكړ چې افغان حكومت هم د افغانستان د ټولو شهيدانو د ارمانونو پوره كولو ته ژمن دى چې په خبره يې په افغانستان كې يې د سولې، ثبات او دوامدار ټيكاو لپاره هڅې كړې دي.
د جمهور رئيس په خبره، د افغانستان د اساسي قانون له مخې ټول افغانان سره وروڼه دي او نوموړى هم د دې هېواد د لومړي وګړي په توګه په هېواد كې د اساسي قانون ددې امر پر ځاى كولو ته ژمن دى.

جمهو رئيس په دغه پيغام كې وويل، له مشرانو او مخورو سره تر سلا وروسته په رسمي ډول عبدالعلي مزاري ته د ملي يووالي د شهيد لقب وركوي او دا ورځ به په رسمي كليزه كې هم وليكل شي.
د يادولو ده چې عبدالعلي مزاري د ۱۳۷۳ لمريز كال د كب په ۲۲ مه د طالبانو له لوري ووژل شو.