ads

پاكستاني هليكوپټرو د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې بمباري کړې

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، چې پاکستاني هليكوپټرو پرون د دې ولايت په دانګام ولسوالۍ کې دوه وارې بمباري کړې ده. د دانګام ولسوال عنایت الله نن کلید ته وویل، چې بمبارۍ د سر زیان نه دی اړولی، خو له تېرو دوو ورځو راهیسې د هغه هېواد پوځیانو پر کلیو او بانډو د توپونو […]

نویسنده: TKG
19 کب 1394
پاكستاني هليكوپټرو د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې بمباري کړې

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، چې پاکستاني هليكوپټرو پرون د دې ولايت په دانګام ولسوالۍ کې دوه وارې بمباري کړې ده. د دانګام ولسوال عنایت الله نن کلید ته وویل، چې بمبارۍ د سر زیان نه دی اړولی، خو له تېرو دوو ورځو راهیسې د هغه هېواد پوځیانو پر کلیو او بانډو د توپونو مرمۍ راورولې دي.

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، چې پاکستاني هليكوپټرو پرون د دې ولايت په دانګام ولسوالۍ کې دوه وارې بمباري کړې ده.

د دانګام ولسوال عنایت الله نن کلید ته وویل، چې بمبارۍ د سر زیان نه دی اړولی، خو له تېرو دوو ورځو راهیسې د هغه هېواد پوځیانو پر کلیو او بانډو د توپونو مرمۍ راورولې دي.

ولسوال وايي، چې پاکستاني ځواکونو په صفري کرښه کې دې غاړې نوې خوځښتونه پيل کړي دي.

خو د کونړ والي وحید الله کلیمزی بیا شوې بمباري پر افغان غاړه کې نه ګڼي او وايي، پاکستاني پوځیانو د صفري کرښې هغه خوا خپل تمرینات کړي دي.

د هغه په وينا، د توپونو مرمۍ هم دې خوا نه دي راغلي.

دانګام د کونړ ولایت هغه ولسوالي ده، چې ډېر کله یې ډیورنډ کرښې ته پر لګېدلو سیمو له پاکستاني لوري توغندويي بریدونه کېږي.

پر دې ولسوالۍ پخوا هم پاکستاني پوځیانو زرګونه مرمۍ ویشتلې دي.

پر دانګام دا بمبار په داسې حال کې کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم افغان او پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو د یو بل مورچې په نښه کړې وې، چې مرګ ژوبله یې نه لرله.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA