په ټولنيزو شبکو کې يوې خپرې شوې ويډيو د خلکو غبرګونونه پارولي، چې په کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ څو تنه پوليس د سړک پر سر يو کس شکنجه کوي او پر خپل جرم اعتراف کولو ته يې اړ کوي.
په ټولنيزو شبکو کې يوې خپرې شوې ويډيو د خلکو غبرګونونه پارولي، چې په کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ څو تنه پوليس د سړک پر سر يو کس شکنجه کوي او پر خپل جرم اعتراف کولو ته يې اړ کوي.
په ويډيو کې پوليس يو لاس تړلى ځوان په رېنجر موټر پورې تړي او پر سړک يې کشوي.
خو د كندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانى دغه ويډيو دوه کاله پخوانۍ بولي او وايي، امنيه قوماندانۍ هماغه وخت اقدام کړى او له قانون څخه د سرغړونې په جرم يې دوه پوليس نيولي او بنديان کړي، چې تر دې مهاله خپله قانوني سزا ګالي.
نږدې يو کال مخکې کليد راډيو رپوټ خپور کړی و، چې په پنجوايي ولسوالۍ کې د پوليسو يو قوماندان له يو عام سړي څخه د انبور په وسيله غوښې پرې کړې دي.
د کليد راډيو د معلوماتو له مخې، د پوليسو قوماندان له هغه کس سره شخصي دښمني درلوده.
د هېواد په ډېرو سيمو كې خلك د پوليسو له دا ډول کړنو شکايت کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


