د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په مركز جلال اباد ښار كې د کرکټ د بريا د خوښۍ هوايي ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي. د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه په هندکې د کرکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو كې خپله لومړۍ لوبه له سكاټلنډ څخه وګټله او له دې بريا سره سم په جلال اباد ښار کې بې درېغه هوايي ډزې وشوې.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په مركز جلال اباد ښار كې د کرکټ د بريا د خوښۍ هوايي ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي.
د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه په هندکې د کرکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو كې خپله لومړۍ لوبه له سكاټلنډ څخه وګټله او له دې بريا سره سم په جلال اباد ښار کې بې درېغه هوايي ډزې وشوې.
د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون رئيس احسان الله شينواري نن کليد ته وويل، د تېرې شپې هوايي ډزو له كبله د يو ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي، چې د يوه جسد دوى ته وروړل شوى دى.
دا لومړى ځل نه دى، چې د کرکټ ملي لوبډلې له بري وروسته په هوايي ډزو کې خلکو ته ځاني زيان اوړي، بلکې له دې وړاندې هم په ورته پېښو کې خلک زيانمن شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


