ads

نرېندرا مودي: هند له سعودي عربستان سره د نږدې اړيکو غوښتونکى دى

هند او سعودي عربستان پخپلو کې د دوه اړخيزه اړيکو پر پياوړتيا هوکړه وکړه. هندي رسنۍ وايي، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير هند ته د سفر په مهال له يو شمېر نورو چارواكو سره د کتنې ترڅنګ د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره د دوه اړخيزو اړيکو په اړه […]

نویسنده: TKG
19 کب 1394
نرېندرا مودي: هند له سعودي عربستان سره د نږدې اړيکو غوښتونکى دى

هند او سعودي عربستان پخپلو کې د دوه اړخيزه اړيکو پر پياوړتيا هوکړه وکړه. هندي رسنۍ وايي، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير هند ته د سفر په مهال له يو شمېر نورو چارواكو سره د کتنې ترڅنګ د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره د دوه اړخيزو اړيکو په اړه ګټورې خبرې وكړې.

هند او سعودي عربستان پخپلو کې د دوه اړخيزه اړيکو پر پياوړتيا هوکړه وکړه.

هندي رسنۍ وايي، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير هند ته د سفر په مهال له يو شمېر نورو چارواكو سره د کتنې ترڅنګ د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره د دوه اړخيزو اړيکو په اړه ګټورې خبرې وكړې.

د هند لومړي وزير په دغه کتنه کې ټينګار وكړ، چې هېواد يې له سعودي عربستان سره د نږدې اړيکو غوښتونکى دى او دغو اړيکو ته ځانګړى اهميت وركوي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير هم په ټينګار سره څرګنده کړه، چې هېواد يې له هند سره د تودو اړيکو د درلودو غوښتونکى دى.

دواړو هېوادونو دغه راز پر يو لړ اقتصادي هوکړو لاسليکونه هم وكړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA