د شمالي کوريا رهبر نن سهار وختي ادعا وكړه، چې هېواد يې توانېدلى اټومي کوپړۍ ته ورته بمونه جوړ کړي، چې په لرې واټن ويشتونکو توغنديو کې کارېدلى شي.
د شمالي کوريا رهبر نن سهار وختي ادعا وكړه، چې هېواد يې توانېدلى اټومي کوپړۍ ته ورته بمونه جوړ کړي، چې په لرې واټن ويشتونکو توغنديو کې کارېدلى شي.
رويټرز خبري اژانس د شمالي کوريا د رسمي اژانس له قوله ويلي، چې د دغه هېواد رهبر کيم جونګ اون دغه څرګندونې له خپلو اټومي مرکزونو د ليدنې په مهال وکړې.
وروسته له هغې، چې شمالي کوريا نوې اټومي ازموينه وكړه او د لرې واټن ويشتونکي توغندي يې وتوغول، د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر دغه هېواد د نورو بنديزونو د لګولو پرېکړه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د شمالي کوريا رهبر څو ورځې وړاندې امريکا ته ګواښ وکړ، چې كه د کوريا په ټاپو وزمه کې له جنوبي کوريا سره ګډ پوځي تمرينات ونه دروي، پر دغه هېواد به اټومي بريد وکړي.
شمالي کوريا خپلو پوځي قطعاتو ته د هر راز ګواښ په وړاندې د چمتووالى امر کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


