افغان دولت د سولې لپاره د هڅو د پرمختګ خبر ورکوي، خو طالبان شا ته زورونه وهي. ديني عالمان بيا د سولې لپاره روانې هڅې ناکامې او غولوونکې بولي.
افغان دولت د سولې لپاره د هڅو د پرمختګ خبر ورکوي، خو طالبان شا ته زورونه وهي.
ديني عالمان بيا د سولې لپاره روانې هڅې ناکامې او غولوونکې بولي.
د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولايتونو سلګونو ديني عالمانو تېره ورځ په يوه ګډه او پراخه غونډه کې د سولې عالي شورا رهبري يو طرفه وبلله او وايي، چې د دې شورا له اوسني ادرسه سوله کول ناممکن کار دی.
دوى روانه جګړه استخباراتي او د سولې په پروسه کې د امريکا د هڅو خبرې په افغانانو ملنډې بولي.
ديني عالمانو د سولې لپاره قوي اراده، بې طرفه ډله او د ګاونډيو هېوادونو صداقت خورا مهم وباله.
هغوی له دولته غوښتنه وکړه، چې د سولې لپاره دې د ديني عالمانو له روله ګټه پورته کړي.
افغان دولت له تېرو دوو مياشتو راهيسې د سولې لپاره د جدي هڅو او په دې برخه کې د خورا مهمو پرمختګونو خبر ورکوي، خو طالبانو په خپله وروستۍ اعلاميه کې د سولې په خبرو کې له ګډون څخه انکار کړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


