د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، ټول ولسونه بايد د افغان مېرمنو په لاس له جوړو شويو توليداتو استفاده وکړي، ځکه دا چاره د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا او افغاني فرهنګ د بډاينې سبب کېږي.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، ټول ولسونه بايد د افغان مېرمنو په لاس له جوړو شويو توليداتو استفاده وکړي، ځکه دا چاره د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا او افغاني فرهنګ د بډاينې سبب کېږي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت د لاسي توليداتو جوړ شوي نندراتون څخه ليدنې په مهال وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د والي حيات الله حيات له قوله راغلي، چې ټول ولسونه دې افغاني توليدات وکاروي، ترڅو له يوې خوا يې له خپل فرهنګ سره سمه چاره ترسره کړې وي او هم يې له دې لارې د هغو مېرمنو او کورنيو لاسنيوى کړى وي، چې افغاني لاسي توليدات جوړوي.
د سرچينې په وينا، د ميدان وردګو د ښځو چارو رئيسې وحيده ښکلې پر سوداګرو او نورو اړوندو مسوولو ادارو غږ وکړ، چې د مېرمنو لاسي توليداتو ته د پلور ښه بازار برابر کړي.
سرچينه وايي، چې په ياد نندارتون کې بېلابېل افغاني لاسي توليدات او ډول، ډول جامې نندارې ته ايښودل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


