ads

نن د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده

د ښځو نړيواله ورځ نن پر نورو هېوادونو سربېره په افغانستان كې په داسې حال كې لمانځل كېږي، چې لا هم افغان ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي. د ښځو نړيواله ورځ نن پر نورو هېوادونو سربېره په افغانستان كې په داسې حال كې لمانځل كېږي، چې لا هم افغان ښځې له ډول […]

نویسنده: TKG
18 کب 1394
نن د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده

د ښځو نړيواله ورځ نن پر نورو هېوادونو سربېره په افغانستان كې په داسې حال كې لمانځل كېږي، چې لا هم افغان ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

د ښځو نړيواله ورځ نن پر نورو هېوادونو سربېره په افغانستان كې په داسې حال كې لمانځل كېږي، چې لا هم افغان ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

افغان ښځې وايي، لا هم ورسره تاوتريخوالی کېږي او په ډېرو سيمو کې له خپلو حقونو برخمنې نه دي.

په بدو کې د يو شمېر نجونو ورکول، په زور او ټيټ عمر ودول، وهل ټکول، د جنسي تېري او د ښځو د وژلو پېښې هغه جدي ستونزې او ناخوالې دي، چې لا هم ښځې په افغانستان کې ورسره مخ دي.

د ښځو نړيواله ورځ، چې پخوا د كارګرو ښځو د نړيوالې ورځې په نوم يادېده هر كال د مارچ په اتمه نېټه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې د پرتمينو مراسمو په ترڅ كې لمانځل كېږي.

دا ورځ په لومړيو كې د امريكا، جرمني او ختيځې اروپا د سوسيال ګوندونو په منځ كې د يوې سوسياليستې سياسي پېښې په توګه پيل شوه، خو وروسته د ډېرى هېوادونو فرهنګ ته ورګډه شوه.

په ۱۹۷۷ ميلادي کال کې يونسكو يا د ملګرو ملتونو كلتوري ادارې وړانديز وکړ، چې د مارچ اتمه دې د ښځو نړيواله ورځ وګڼل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA