د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، يوازې په ښارونو نه، بلكې په کليو او بانډو کې هم بايد د ښځو حقونو او ژوند ته پاملرنه وشي. نوموړي دا خبره تېره ورځ په هغه غونډه كې وكړه، چې د لغمان ولايت د ښځو چارو رياست په انګړ کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، يوازې په ښارونو نه، بلكې په کليو او بانډو کې هم بايد د ښځو حقونو او ژوند ته پاملرنه وشي.
نوموړي دا خبره تېره ورځ په هغه غونډه كې وكړه، چې د لغمان ولايت د ښځو چارو رياست په انګړ کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.
هغه د غونډې ټولو برخه والو ته ډاډ ورکړ، چې د ملي يووالي حکومت له تګلارو سره سم به د لغمان ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي، د هغوى د ژوند ښه والي، معارف او روغتيا په برخو کې خدمت وکړي.
نعيمي زياته كړه، چې دا مهال شاوخوا ۵۰۰ تنه ښځې د لغمان ولايت په بېلابېلو ادارو کې ولس ته خدمت کوي او هڅې روانې دي، چې د ښځو لپاره نورې کاري زمينې هم برابرې شي.
د هغه په وينا، پروژوي فعاليتونه د ښځو په وړاندې اساسي ستونزې نه شي هوارولى، بلکې هغه بنسټيز لنډ مهاله،منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه د ښځو په وړاندې پرتې ستونزې له منځه وړلى شي، چې د ټولنې د عيني او ذهني شرايطو پر بنسټ جوړ شوي وي.
دا په داسې حال كې ده، چې كه څه هم په تېرو كلونو كې د ښځو د حقونو په برخه كې ډېرې ادارې رامنځته شوې او فعاليت كوي، خو تر دې مهاله هم د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى د پام وړ نه دى كم شوى او افغان ښځې له بېلابېل ډوله تاوتريخوالي سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


