د کاپيسا د ښځو چارو رياست چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په دې ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې لس فيصده کموالى، خو د ځان وژنې پېښو کې زياتوالى راغلى دى.
د کاپيسا د ښځو چارو رياست چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په دې ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې لس فيصده کموالى، خو د ځان وژنې پېښو کې زياتوالى راغلى دى.
د کاپيسا د ښځو چارو رئيسې صيفوره کوهستانۍ كليد ته وويل، چې سږ كال په دې ولايت كې ۷ ښځې وژل شوي او د تاوتريخوالي شاوخوا سل پېښې يې ثبت كړې دي.
د هغې په وينا، سره له دې، چې له څو کلونو راهيسې د دوى له خوا د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د عامه پوهاوي په اړه ډېر کار شوى دى، خو بيا هم د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې د پام وړ كموالى نه دى راغلى.
نوموړې زياته كړه، چې د يادو پېښو په څېړلو او حل کولو کې د کاپيسا استيناف څارنوالۍ او امنيه قوماندانۍ ورسره ډېره مرسته کړې ده.
د كاپيسا اوسېدونكي وايي، چې سږ كال په دې ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښو په اړه شکايتونه تر مرکزي حکومت پورې ورسېدل، خو بيا هم يو شمېر دوسيې تر دې دمه نه دي څېړل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


