سوډاني رسنيو سبا د چهارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته د دغه هېواد د جمهور رئيس عمر البشير د سفر خبر وركړى دى. ټاکل شوې د سوډان جمهور رئيس د هغو شلو هېوادونو د ګډو پوځي تمرينونو پاى غونډه کې برخه واخلي، چې څو اونۍ وړاندې د سعودي عربستان په مشرۍ پيل شوي دي.
سوډاني رسنيو سبا د چهارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته د دغه هېواد د جمهور رئيس عمر البشير د سفر خبر وركړى دى.
ټاکل شوې د سوډان جمهور رئيس د هغو شلو هېوادونو د ګډو پوځي تمرينونو پاى غونډه کې برخه واخلي، چې څو اونۍ وړاندې د سعودي عربستان په مشرۍ پيل شوي دي.
په دغو پوځي تمرينونو کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اردن، بحرين، سنيګال، سوډان، کويت، ترکيې، قطر، پاکستان، مصر او عمان هېوادونو كابو ۳۵۰ پوځيان برخه لري.
رپوټونه وايي، سعودي عربستان ياد ګډ پوځي تمرينونه په دې هدف پيل کړي، چې په سيمه کې د ايران د زياتېدونکي نفوذ مخه ونيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


