ads

عبدالله د ګيلاني د څرګندونو په وړاندې غبرګون وښود

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې د ملي يووالي حكومت په هېواد كې د سولې او ثبات د ټينګېدو او د هېواد له لاسته راوړنو او ځمكنۍ بشپړتيا څخه د دفاع لپاره قوي اراده لري. اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې د ملي يووالي حكومت په هېواد كې د سولې او ثبات د ټينګېدو او […]

نویسنده: TKG
18 کب 1394
عبدالله د ګيلاني د څرګندونو په وړاندې غبرګون وښود

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې د ملي يووالي حكومت په هېواد كې د سولې او ثبات د ټينګېدو او د هېواد له لاسته راوړنو او ځمكنۍ بشپړتيا څخه د دفاع لپاره قوي اراده لري.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې د ملي يووالي حكومت په هېواد كې د سولې او ثبات د ټينګېدو او د هېواد له لاسته راوړنو او ځمكنۍ بشپړتيا څخه د دفاع لپاره قوي اراده لري.

نوموړي، چې نن يې په كابل كې د پخواني جمهور رئيس د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د دوهم تلين لمانځغونډه كې خبرې كولې وويل، هر هغه څوك چې د دولت له ادرسه د وسله والو طالبانو په ضد جګړه ناروا اعلان كړي، د خلكو په منځ كې به خپل مشروعيت او ځاى له لاسه وركړي.

د سولې عالي شورا رئيس پير سيد احمد ګيلاني څو ورځې وړاندې له بي بي سي سره په خبرو كې وويل، چې له طالبانو سره يې جګړه روا نه ګڼله او د عقايدو له مخې يې هېڅ وخت د ده په مشرۍ د ملي محاذ ګوند له طالبانو سره جګړه نه ده كړې.

خو اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، هېڅوك بايد د افغان امنيتي ځواكونو په قربانيو سترګې پټې نه كړي.

د اجرائيه رئيس په وينا، مجاهدين تراوسه د هېواد په امنيتي ځواكونو كې هغسې چې بايد برخه ولري، نه يې لري.

دا په داسې حال كې ده، چې نن په كابل كې د پخواني جمهور رئيس د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دوهم تلين د اجرائيه رئيس، پخواني جمهور رئيس حامد كرزي، يو شمېر نورو حكومتي چارواكو او جهادي مشرانو په حضور كې ولمانځل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA