كه مجاهدين په دې پوه شول، چې هېواد او د هېواد ملي نواميس په خطر كې دي، بې له دې چې دولت سره مشوره وكړي، جګړې ته به داخل شي. دا څرګندونې د حراست او ثبات شورا غړي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف نن په كابل كې د پخواني جمهور رئيس د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د دوهم تلين لمانځغونډه كې د خبرو په مهال وكړې.
كه مجاهدين په دې پوه شول، چې هېواد او د هېواد ملي نواميس په خطر كې دي، بې له دې چې دولت سره مشوره وكړي، جګړې ته به داخل شي.
دا څرګندونې د حراست او ثبات شورا غړي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف نن په كابل كې د پخواني جمهور رئيس د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د دوهم تلين لمانځغونډه كې د خبرو په مهال وكړې.
نوموړي د وسله والو طالبانو په وړاندې د افغان امنيتي ځواكونو د جګړې د څرنګوالي په اړه د يوه واحد تعريف پر نشتون د تندې نيوكې په كولو سره وويل، هغه كسان چې د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندې د افغان امنيتي ځواكونو د جګړې مشروعيت د ضد او نقيض تعريفونو په وړاندې كولو له ستونزو سره مخ كوي، د افغانستان د اوږو بار دي، نه د دې هېواد بچيان.
سياف پرته له دې، چې د كوم مشخص كس يا ډلې نوم واخلي، ټينګار وكړ چې د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندې د افغان امنيتي ځواكونو جګړه فرض عين ده او له ديني پلوه هم بشپړ مشروعيت لري.
دا په داسې حال كې ده، چې د سولې عالي شورا مشر پير سيد احمد ګيلاني ويلي، د خپلې عقيدې له مخې هېڅ وخت له طالبانو سره نه دى جنګېدلى او له دې ډلې سره يې جګړه روا نه بلله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


