د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سيالۍ نن په هند کې پيلېږي او د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نيمو بجو به افغان لوبډله په ناګپور ښار کې د سکاټلنډ له لوبډلې سره لوبه پيل كړي.
د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سيالۍ نن په هند کې پيلېږي او د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نيمو بجو به افغان لوبډله په ناګپور ښار کې د سکاټلنډ له لوبډلې سره لوبه پيل كړي.
تر دې مخکې لومړۍ لوبه د کابل په وخت په دوو بجو د زمبابوې او هانګ كانګ ترمنځ پيلېږي.
په دې نړيوالو شل اوريزو سياليو ۱۶ لوبډلې برخه لري.
دا سيالۍ دوه پړاوه لري، په لومړي پړاو کې اته لوبډلې، چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، خپلو کې سره لوبې کوي او هغه لوبډله به دويم يا اصلي پړاو ته لاره پيدا كړي، چې په خپل ګروپ لومړى مقام وګټي.
افغانستان به په لومړي پړاو سياليو کې د سكاټلنډ، زمبابوې او هانګ کانګ لوبډلو سره لوبې وكړي.
د لومړي پړاو له دواړو ګروپونو به دوه مخكښې لوبډلې له اتو نورو لوبډلو انګلستان، جنوبي افريقا، سريلانکا، ويسټ انډيز، اسټراليا، هند، نيوزيلنډ او پاکستان سره، چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، يو ځای شي.
د كركټ د شل اوريز نړيوال جام سيالۍ به د اپرېل په درېيمه نېټه پای ته ورسېږي او پايلوبه به په کلکته کې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


