ads

جده كې د ۳۴ اسلامي هېوادونو د اتحاد غير رسمي ناسته جوړېږي

ټاکل شوې د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ اسلامي هېوادونو اتحاد غير رسمي ناسته په جده کې را وبلل شي، چې د شاوخوا شلو ملګرو هېوادونو استازي به په کې ګډون وكړي. ټاکل شوې د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ اسلامي هېوادونو اتحاد غير رسمي ناسته په جده کې را وبلل شي، چې […]

نویسنده: TKG
18 کب 1394
جده كې د ۳۴ اسلامي هېوادونو د اتحاد غير رسمي ناسته جوړېږي

ټاکل شوې د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ اسلامي هېوادونو اتحاد غير رسمي ناسته په جده کې را وبلل شي، چې د شاوخوا شلو ملګرو هېوادونو استازي به په کې ګډون وكړي.

ټاکل شوې د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ اسلامي هېوادونو اتحاد غير رسمي ناسته په جده کې را وبلل شي، چې د شاوخوا شلو ملګرو هېوادونو استازي به په کې ګډون وكړي.
په دغه غير رسمي ناسته کې به د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې، ګډو پوځي تمرينونو او د اسلامي هېوادونو يووالي په اړه خبرې وشي.
د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ اسلامي هېوادونو اتحاديې دغه غونډه په داسې حال کې را بلل كېږي، چې د شلو ملګرو هېوادونو ګډ پوځي تمرينونه سبا پاى ته رسېږي، چې
په كې د پاکستاني پوځ يوې ډلې هم ګډون کړى دى.
سعودي عربستان دغه اتحاد په يمن کې د حوثي وسله والو او د ايران د زياتېدونکي نفوذ په وړاندې جوړ کړى دى.
په همدې حال کې ټاکل شوې سبا د سعودي د پاچا په بلنه د پاکستان لومړى وزير او د پوځ لوى درستيز دغه هېواد ته سفر وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA