ads

ننګرهار کې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی کس نيول شوی

په ننګرهار ولايت كې تېره ورځ يو تن، چې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوى و، نيول شوى دى. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، امنيتي موظفينو يو تن، چې د ځانمرګي بريد د ترسره کولو په هدف روزل شوى و، په حصارک […]

نویسنده: TKG
17 کب 1394
ننګرهار کې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی کس نيول شوی

په ننګرهار ولايت كې تېره ورځ يو تن، چې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوى و، نيول شوى دى. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، امنيتي موظفينو يو تن، چې د ځانمرګي بريد د ترسره کولو په هدف روزل شوى و، په حصارک ولسوالۍ کې نيولى دى.

په ننګرهار ولايت كې تېره ورځ يو تن، چې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوى و، نيول شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، امنيتي موظفينو يو تن، چې د ځانمرګي بريد د ترسره کولو په هدف روزل شوى و، په حصارک ولسوالۍ کې نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې نيول شوى کس اوسمهال امنيتي ځواکونو سره دى  او ژر به د نور تعقيب لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د ننګرهار امنيتي چارواکي داسې مهال په حصارک ولسوالۍ کې د يو ځانمرګي بريد كوونكي د نيول کېدو خبر ورکوي، چې ډېر کله هلته پر امنيتي ځواکونو د دا ډول بريد كوونكو په مخنيوي کې د پاتې راتلو نيوكه کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA